د اچې په لاهور کې د سریلانکا، انګلستان او پاکستان ترمنځ د یو ورځنېو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ روانه ده نن پکې د پاکستان او سریلانکا لوبه ده.

د سریلانکا او پاکستان له لوري د انګلستان لوبډلې ته په دغې لوبلړۍ کې سختې ماتې ورکړل شوي دي او شاید نن هم یوه ښه لوبه د سریلانکا او پاکستان ترمنځ وشي.

د پاکستان او انګلینډ ترمنځ په تېره لوبه کې شاداب خان یو ستز ریکارډ جوړ کړ او په وروستۍ لسمه ویکټ یې وړمه ورځ د ۸۹ منډو په جوړولو سره لوبه وګټله.

شاداب په داسې وخت مې په میدان کې ځانته پاتې شو چې د لوبې ګټلو لپاره ۸۹ منډې پاتې وی چې هارث رووف سره یې لویه ملګرتیا وکړه چې خپله سلیېزه یې هم ووهله او یوه ناممکن شوې لوبه یې وګټله.

دا په نړۍ کې په وروستې ویکټه دوهمه غوره ملګرتیا وه جې د پاکستان شاداب خان وکړه.

By admin1579

خان وزیر عابد افغان خبریال دی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی دی. نوموړی د کرېک‌سار (Cricsaar.news) ویب‌پاڼې بنسټ‌اېښودونکی او مشر دی، چې د افغان کرېکټ مینه‌والو ته تازه خبرونه، راپورونه او معلومات وړاندې کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *