افغانستان له درې اړخیزه لوبلړۍ وروسته نن ماښام د کابل پر وخت شپږ بجې له زمبابوې سره د شل اوریزو لوبو سیریز پیلوي.

دا لوبې د تېر په څېر په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي چې کوربه توب یې د افغانستان په غاړه دی ، د افغان لوبډلې په جوړښت کې دوه تغیرات راغلي دي د محمد نبي او دروېش رسولي پر ځای محمد وسیم اکرم او عبدالله ترخېل د لومړي ځل لپاره لوبډلې سره یوځای شوي دي.

د افغانستان کرکټ مبصرین او مینه وال هم غواړي چې په دې لوبلړۍ کې دې تر ډیره ځوانانو ته چانس ورکړل شي.

ابراهیم ځدراڼ چې په دې لوبو کې د افغانستان کپتاني کوي هغه په خپلو خبرو کې وویل چې لوبلړۍ ته پوره چمتو والی لري.

ابراهیم هم د عبدالله او وسیم دواړو لوبغاړو هرکلی وکړ او د دوی نومونه یې واخیستل چې نوي د لوبډلې سره یوځای شوي دي چې پوره پوره مرسته به ورسره په نړیوال کرکټ کې وکړي.

دا لا معلومه نه ده چې دا دوه لوبغاړي به نن په یوولس کسیزه نوملړ کې ولوبیږي که نهً؟

د یادولو ده چې افغانستان په دې وروستیو کې له هند په شل اوریزو لوبو کې سختې ماتې وخوړې چې مینه وال یې له لوبو رازي نه دي.

By admin1579

خان وزیر عابد افغان خبریال دی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی دی. نوموړی د کرېک‌سار (Cricsaar.news) ویب‌پاڼې بنسټ‌اېښودونکی او مشر دی، چې د افغان کرېکټ مینه‌والو ته تازه خبرونه، راپورونه او معلومات وړاندې کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *