داسې معلومات مونږ ته را رسیدلي دي چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو د پیلیدو وړاندې د دریو پلورل شویو لوبډلو له منځه د بلخ په نوم د لوبډله دخپل مالک له لوري پریښودل شوې.
دا د افغانستان کرکټ بورډ او ITW کمپني لپاره ډيربد خبر دی چې په ډير کم وخت کې له دغې ډول بد خبر سره مخ شول
کرېکڅار ډير کوښښ وکړ چې وروستي تازه معلومات پیدا کړي ، خو تر اوسه لا مونږ ته پوره معلومات نه دي راکول شوي خو دا مونږ ته تایبد شوې چې د بلخ لوبلې مالک خپله لوبډله پریښوده.
وړمه ورځ افغان کرکټ بورډ لومړي ځل لپاره د روزونکو او کپتانانو ډرافټ هم وکړ چې د لوبډلو مالکین ترې ناخوښ دي.
د یادولو ده چې افغان غوره لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې شوی و چې د پراخ فساد له امله د ۸ کلن ځنډ سره مخ شوی و..
